امنیت

په غزني کې دبدر عمليات دوام لري.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په هغو پوځي عملياتو کې چې دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د بدر په نامه دغزني ولايت په مربوطاتو کې پيل شوي دي ، تراوسه پورې ١٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.
دملي اردو دلوا قوماندان جنرال نظام الدين خنجر دباختر آژانس خبريال جمشيد احمدي ته وويل :- دغه عمليات چې دشفق ٩٥ په چوکاټ کې دبدرپه نامه د روان کال دليندۍ دمياشتې په ١٥ نيټه دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په ديرشو کليو کې پيل شوي دي له امله يې تراوسه پورې ١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.
جنرال خنجر څرګنده کړه چې په دغو عملياتو کې د دښمن يوه زياته اندازه سپکه او درنده وسله له يوې اندازې مهماتو سره دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دوسله والو طالبانو له شتون څخه د ده يک ولسوالۍ دنورو سيمو دپاکولو عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته