امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل   باختر دوږي دمياشتې  اولسمه نيټه  :
نهه تنه  وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو په بهيرکې  ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه هغه وخت بريدونه وشول کله چې د
يولړډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باخترآژانس ته
وويل  چې په دې هوايي بريدونو کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونو کې  دوسله والو طالبانو يو پټنځى هم له وسلو او مهماتوسره يې په بشپړه توګه له منځته تللى دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته