امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ديارلس تنه نور ونيول شول .

-کابل باختر دمرغومي  درې ويشتمه :
داووه تنو پاکستاني ډار اچوونکو په  په ګډون  نهه تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
  دغه ډار اچوونکي تيره شپه ناوخته  دافغان ځواکونو  دځانګړو عملياتوپه بهير کې  دغني خيلو ولسوالۍ  بازار ته څيرمه ونيول شول.
   دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل دغه ډار اچوونکي  کله چې  په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و ،  پرې بريد وشو او ونيول شول .
  خوږياڼي وايي  چې اووه تنه نيول شوي  ډار اچوونګي  دپاکستان اتباع او دخيبر پښتونخوا اوسيدونکي  دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دوه تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې  په دوو جلا جلا پيـښو کې ونيول شول .
نيول شوي کسان  دطالبانو او داعش دډلو  غړي دي  او دځانګړو عملياتوپه بهير کې د هسکې مينې  او دچپرهار دولسواليو  په ځينو سيموکې  نيول شوي دي .
  دغه راز  په ننګرهار ولايت کې  په يوه بله پيښه کې  درې تنه طالبان ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه  په پچير او اګام ولسوالۍ کې بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته