امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل/ باختر د ثور ٣١:
دهېواد په شمال او شمال ختيځ زون کې په تېرو څلورويشتو ساعتوکې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول او يو ماين کشف او شنډ کړى شو .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کندز ولايت د ګورتيپې  ولسوالۍ په حکيم باى  کلي کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د بريدونو له امله پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول او د دوى دوه قرارګاوې ويجاړې شوې او يو ماين د دغه ولايت د چار درې ولسوالۍ د کفترخانې په سړک کې کشف او شنډ کړى شو .
په همدې حال کې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري پورې اړوند د بالا دوري په سيمه کې د البرز – ٥ د چاڼيزو عملياتو په دوام څلور تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او د دښمن يوه ليږدونکې واسطه په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته