امنیت

دوه ماشومان په بلخ کې شهيدان شول

کابل/دمرغومي۲۴مه/باختر
دوه ماشومان نن سهار په مزارشريف ښارکې په دوه پرله پسې چاودنوکې شهيدان شول.
د پېښې عيني شاهدانو د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دوه پرله پسې چاودنې د مزارشريف په نهمه ناحيه کې رامنځته شوې چې په پايله کې يې دوه ماشومان شهيدان او ٨ نور ټپيان شول.
ويل کېږي چاودنو ته څېرمه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
تراوسه د بلخ سيمه ييزو مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د چاودنو مسووليت چا منلى دى.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته