امنیت

نهه طالبان په روزګان کې ووژل شول

ترينکوټ / د چنګاښ ١٩مه/ باختر
نهه وسله وال طالبان د هېواد د هوايي ځواکونو په  بريد کې ووژل شول او نهه نور ټپيان شول.
د هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه  له هغه وروسته په بريد لاس پورې کړ چې يوې ډلې  يرغلګروپه ترينکوټ ښاراو په دهراوود  او خاص روزګان په ولسواليو کې پرامنيتي پوستو يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې  د اتل قول اردو د رسنيو دفترد يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي:  په دې هوايي بريد کې  نهه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه نورټپيان شول .
دغه قول اردو وايي پوځيانو پردغو يرغلګرو پر بريد سربيره د هغوي درې پټنځايونه   له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه وړي دي .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته