فرهنګ

د افغانستان د معلوماتي بستې د راټولولو او همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ " د افغانستان د معلوماتي بستې د راټولولو او همغږۍ" دويمه غونډه نن د دغه  وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهير په دې غونډه کې له ګډونوالو وغوښتل چې موثق او کارنده معلومات چې د ژوند بېلابېلې برخې لکه سياسي، ټولنيز، فرهنګي، اقتصادي او د افغاني ټولنې دودونه پکې شامل او د نړيوالو منل شويو معيارونو مطابق وي، چمتو کړي چې په معلوماتي بسته کې درج شي.
په غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر کارکوونکې زحل امرخېل د افغانستان د معلوماتي بستې د جوړېدو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې بېلابېل بنسټونه د خپلو ګټو او اړتياوو په پام کې نيولو سره، هر کال د افغانستان  په اړه معلوماتي بستې خپروي، خو دغه معلومات هر اړخيز نه دي او د غوښتونکو قناعت نه شي برابرولى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ رييس عبدالمقيم افغان په دې اړه د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې غونډې ګډونوال د بېلابېلو وزارتونو استازي دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ په شپږو کاري کمېټو وېشل شوي دي او هر يو د اړونده وزارت د معلوماتو د راټولولو مسوول دى. هغوى له نړيوالو معيارونو سره سم، له رسمي سرچینو څخه د افغانستان د معلوماتي بستې لپاره معلومات وړاندې کوي.
هغه هيله وښوده، دا بسته داسې چمتو شي چې د ملي او نړيوالو غوښتونکو قناعت  برابر کړي او د افغانستان يوه بشپړه هینداره وي.
پاى ذ و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته