امنیت

شپېته ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
شپېته ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي: امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١٤ ګډ يرغليز او ٧٥ ځانګړي کومانډويي عمليات او ١٢ هوايي بريدونه د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو په موخه ترسره کړل، هوايي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ ٧٩ الوتنې ترسره کړې او ٦٠ ډار اچوونکي يې ووژل او ٣٦ نوريې ټپيان کړل.
دغه عمليات د هوايي قوتونو په ملاتړ په فارياب، کاپيسا، روزګان، زابل، فراه، نيمروز، تخار، هلمند، پکتيکا، بدخشان، بلخ، سرپل، غزني، لوګر او کونړکې ترسره شول.
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته