خبرونهنړۍ

د فلسطین اشغالي سیمو کې یوه اسرایلۍ افسره وژل شوې

کابل، د مرغومې ۱۷ مه، باختر

د صهیونستي رژیم د پولیسو ادارې منلې، چې یوه پولیس افسره یې د لوېدیځې څنډې اشغالي سیمه کې د جنین د کډوالو کمپ سره نږدې د بمي چاودنې له امله وژل شوې ده.

پولیسو ویلي، د دغې افسرې نظامي موټر نن یکشنبې له چاودېدونکو توکو سره برابر شوی او دغه پېښه رامنځته شوې.

په یو بله پېښه کې بیا ګڼ شمېرصهیونستي پوځیان په بمي چاودنو او توغندیزو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته