امنیت

په لوګر کې دطالبانو دبريد له امله دملي اردو ديوه سرتيري په ګډون دپنځو تنو ټپي کيدل

 کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
په لوګرولايت کې دطالبانو دبريد له امله دملي اردو  ديوه سرتيري او دپنځو تنو  ملکي وګړو  ټپي کيدل.
پرون ناوخته  يوې ډلې طالبانو  دلوګرولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې دملي اردو  دسرتيرو  په يوې قرارګاه بريد وکړ.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دې بريد کې دملي اردو يو سرتيرى او پنځه  تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل ؛  چې په دې پيښه کې وسله والو  طالبانو ته هم دسر زيان اوښتى دى  خو دقيق شمير يې څرګند نه دى .
تراوسه پورې طالبانو  په دې باب څه  نه دي ويلي .
ټپيان درې ماشومان   يو پوځي او دوه تنه سپين ږيږي بلل شوي دي   چې همدا اوس په کابل کې  په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته