ورزش

ورزشکاران دې د سولې پیغام تر کلیو او بانډو پورې ورسوي

لښکرګاهدکب١٣مهباختر
ورشکاران دې د سولې پیغام د لوبو په مټ تر ولسوالیو، کلیو او بانډو پورې ورسوي، ځکه په سوله کې ژوند دی او ټول ولسونه د سولې ملاتړ کوي.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې، دغه څرګندونې د هلمند والي په دغه ولايت کې ( د سولې ستا په هيله) تر نامه لاندې د فوټبال سياليو د پاى لوبې په مراسمو کې وکړې.
والي وويل: ولسونه د سولې پوره ملاتړ کوي او د دایمي اوربند غوښتونکې دي او په تیرو څو ورځو کې زرګونو هلمندیانو د سولې غږ پورته کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د سولې او دايمې اوربند په موخه د کرکټ او فوټبال سيالۍ ترسره شوې دي.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته