سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د متحده عربي اماراتو جمهوررئیس ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٧ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د متحده عربي اماراتو دجمهوررئیس شیخ خلیفه  بن زاید آل نهیان په نامه د یولیک په استولو سره هغه ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د متحده عربی اماراتو جمهوررئیس د تېرې جمعې په ورځ د وینې د لوړ فشار له امله د دغه هېواد په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو.
جمهوررئیس حامدکرزي په دغه لیک کې د شیخ خلیفه په ناروغۍ خواشینې څرګنده کړې او هغه  ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا غوښتنه کړې ده.
همدا راز د افغانستان جمهوررئیس په دغه لیک کې د ورور هېواد متحده عربي اماراتو خلکو ته د نیکمرغۍ او لا سوکالۍ هیله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته