امنیت

يو ديرش خصوصي روغتيايي مرکزونه وتړل شول .

کابل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
دکابل ښار په بيلابيلو ناحيو کې يو ديرش خصوصي روغتيايي مرکزونه وتړل شول .
دغه مرکزونه دعامې روغتيا وزارت له مقرراتو څخه دسرغړونې په نسبت دټاکلي مودې لپاره تړل شوي او فعاليت يې سلب شوى دى .
دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي  قوانينو دتطبيق دڅيړنې رييس ډاکتر سيد ابراهيم کامل نن دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه مرکزونه ددغه رياست دهيئت له خوا دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دپرله پسې  پلټنې په نتيجه کې تړل شوي دي
ده وويل، له دې جملې څخه پنځه معالجوي کلينيکونه او درې تشخصيه کلينيکونه دغه راز دوه لابراتورونه ، د ډاکترانو څوارلس کتنځي ، يوه اکسرې ، دفزيوتراپي  يومرکز او پنځه درملتونونه  دعامې روغتيا وزارت له مقرراتو څخه دسرغړونې په نسبت تړل شوي دي .
ډاکتر کامل زياته کړه ترهغه وخته پورې چې ددغو مرکزونو متصديان دنواقصو په لري کولو لاس پورې نه کړي دبيا فعاليت اجازه به ورته ورنه کړى شى .
ډاکتر کامل وويل چې څلور قلمه بې کفيته درمل هم په همدې موده کې له درملتونونو څخه راټول کړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته