سیاست

دبهرنيوچارو د وزارت ويندوى : حامد کرزي په روانه عيسوي مياشت کې لندن ته سفرکوي

کابلباختردميزان١٠
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي ټاکل شوې ده د افغانستان دجمهور رييس او دپاکستان اود انګلستان دصدراعظمانو ترمنځ درې اړخيزه غونډه په روانه عيسوي  مياشت کې په لندن کې  جوړه شي .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  جانان موسي زي دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې  وويل  :  ټاکل شوې ده دافغانستان جمهور رييس حامدکرزي په دې درې اړخيزه غونډه کې د ګډون اودپاکستان اوانګلستان له صدراعظمانو سره د کتنې لپاره دسولې بهيرته دلاسبري په مقصد دهمکاريو دجلبولو لپاره لندن ته لاړشي .
ده زياته کړه :  دا څلورمه غونډه  ده چې دافغانستان دسولې دبهير په باب دانګلستان، افغانستان او پاکستان د درې اړخيزو خبروله پيل څخه  ترسره کيږي
ددغو هيوادونو دمشرانو په دريمه غونډه کې چې دانګلستان دصدراعظم ديويدکامرون  په کوربه توب دتير لمريز کال دسلواغې په مياشت کې په لندن کې جوړه شوې وه  دافغانستان او پاکستان ترمنځ دپولې په اوږدو کې دامنيت دتامينولو او په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له  وتلو وروسته  دطالبانو د فعاليت مخنيوى  وڅيړل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته