فرهنګ

سرور دانش: خبريالان د ټولنې غوږ، سترګې او ژبه ده

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش نن د خبريالانو د ملي ورځې د نمانځنې  په مراسمو کې وويل چې خبريالان د ټولنې غوږ، سترګې او ژبه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړانديز له مخې، د کب د مياشتې ٢٧ مه د خبريالانو د ملي ورځې په نامه د هېواد په کاليزه کې ليکل شوې ده.
د باختر آژانس دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې امله د حکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، استاد سرور دانش وينا وکړه او ويې ويل چې په هېواد کې د بيان آزادۍ دومره جدي ده چې ټول بايد ورته پاملرنه وکړي.
وروسته د اطلاعاتو اوفرهنک وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي  د موضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د کب د مياشتې ٢٧ مه، د رسنيو د برياليتوبونو، د خبريالانو د حقوقو او د رسانه يي شهيدانو د درناوي او ملاتړ په خاطر  د خبريالانو د ملي ورځې په نامه نومول شوې ده.
ده زياته کړه چې په تېرو ١٨ کلونوکې سختې لارې یې وهلې دي او داسې ځاى ته رسيدلي دي چې د کب د مياشتې٢٧ مه د خبريالانو دملي ورځې په توګه ونمانځل شي.
په دې غونډه کې د خبريالانو د مرکز اجرايوي رئيس احمد قريشي، د خبريالۍ د بنسټونو د فدراسيون استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو، په کابل کې د انګلستان سفير او د خبريال د رقابتي پروګرام د داورانو هيئت پرويز کاوه هم خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې لسو تنو خبريالانو او د کال يو خبريال ته ستاين ليکونه ورکړ شول.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته