ټولنه

دقرانکريم درې شپيته تنه حافظان فارغان شول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دقران کريم ٦٣ تنه حافظان  دبې بي عايشه صديقه  په مدرسه کې له زده کړې وروسته نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دقصر اورانس په سالون کې  دحج او اوقافو وزارت دمقاماتو په ګډون جوړه شوې وه دحج او اوقافو وزارت سلاکار غلام محمد کلانتر  خبرې وکړې او ويې ويل: داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص)  درسالت په وخت دقران دحافظانومقام او داسلام  دمقدس دين  او دانحضرت (ص )  دجهاد او غزواتو درواجوړلو او پراختيا په لاره کې  دحافظانو داغيزمنتوب او رول  معلوم و .
هغه کسان چې قران په سينه کې لري  په حقيقت کې الهي قانون له ځان سره ليږدوي  او دغه قانون بشريت تشريح او بيانوي چې دالله ( ج ) زيات عزت او منزلت لري .
  وروسته دبې بي عايشه صديقه دمدرسې  رييس قاري محمدفواد خبرې وکړې او ويې ويل: دبي بي عايشه صديقه  مدرسه يوه خصوصي  مدرسه ده چې دحج او اوقافو په وزارت کې ثبت او راجستر دى چې دقرانکريم  د حفظ ،  تجويد او مناظرې  په برخو کې اووه سوه  تنه زده کوونکي لري .
ده زياته کړه: نن له دغې مدرسې  څخه دلسو تنو هلکانو په ګډون درې شپيته تنه حافظان فارغ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته