امنیت

شخصي دښمنې ددوو تنو دوژل کيدو سبب شوه .

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  په کاپيسا ولايت کې دشخصي دښمنې له امله دوه تنه ووژل شول .

 دکاپيسا ولايت دپوليسو ويندوى سمونوال اسد الله باختر اژانس ته وويل دهغي دښمنې له امله چې له زياتي مودي راپديخوا ددغه ولايت ددوو تنو ترمنځ  موجوده  وه تيره شپه عبدالکريم دنجراب ولسوالۍ په ګياوه سيمه کې قطب الدين او دده ورور ملنګ دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل .

  خبرځاى وويل له دغې پيښې وروسته عبدالکريم  له ساحي څخه تښتيدلي دى او پوليسو دقاتل د نيولو لپاره په سيمه کې دپلټني عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته