فرهنګ

د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
د ډاکتر محمد اکرم عثمان دمړينې له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډ ګيرنې اوهمدردۍ پيغام .
په خواشينۍ  سره مو خبر ترلاسه کړ چې  دهېواد نوميالۍ  فرهنګي  او ادبي شخصيت  ډاکتر محمد اکرم عثمان  د غربت  په ټاټوبې  کې وفات شو .
ډاکتر اکرم عثمان په داستان ليکنه ، نطاقۍ او دشعر او داستان  په ديکلمه کې  ځانګړى استعداد درلود اوکله يې چې خپل داستانونه  ديکلمه کول  اوريدونکي يې له حقيقي نړۍ  څخه مجازي نړۍ ته راکښل .
ده دنطاقۍ  په فن کې مهارت  درلود او داسې نطاقي يې کوله چې دافغانستان  په راډيو ټلويزيون  کې دهغه وخت  هيڅ يوه  نطاق  له دغه ارواښاد سره  برابري نه شواى کولاى.
  نازي جان همدم من ، مرد ها را قول است ، وخت ني ها ګل ميکند ، مردونامرد  درز ديوار ، امان کوچه  ، قحط سالي  کولاى شو دهغه مشهور  اثار يادکړو .
دروابط دييلوماسي  افغانستان اواتحاد شوروي ،  مقدمه برچګونګي  نهصت هاي مشروطه خواهي ، شيوه  توليد  اسيايي، دتيوري دوره بندي تاريخ ،  چګونګي  تحول تاريخ ،  در خاور زمين  وافغانستان او اسيايي ميانه درچمبره بازي  بزرګ  هم ددغه سترادبې  فرهنګي شخصيت په همت ليکل شوي دي .
دغه راز دارواښاد يوشمير  لنډ داستانونه په الماني ، روسي او سويډني  ژبو ژباړل شوي  او خپاره شوي دي او دهېواد په دننه کې له يوشمير دغو داستانونو  څخه سينمايي فلمونه هم برابر شوي دي.
ډاکتر محمد اکرم عثمان په ١٣١٦ هجري لمريز کال کې په هرات کې وزيږيد ثانوي زده کړې يې   دکابل په استقلال  ليسه کې پاى ته ورسولې او دليسانس سند يې دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په څانګه کې ترلاسه کړ او دپولي تيک  ساينس په څانګه کې دخپلې دوکتورا ديپلوم يې په تهران کې ترلاسه کړى دى .
ارواښاد دخپل عمر زياتې ورځې په داستان ليکنه او دادبياتو په برخه کې په څيړنو ترسره کړې او دروان هجري لمريز کال  دزمري دمياشتې په يوويشتمه دپنجشنبې په ورځ دهغې  ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه په سويډن کې وفات شو . داطلاعاتو  او فرهنګ وزارت دهېواد ددغه نوميالي  شخصيت مړينه په ادبي او فرهنګي برخه کې يوه ضايعه بولي او دارواښاد کورنۍ ، ادبي او فرهنګي ټولنې او دهېواد ټولو خلکو ته د ډاډ ګيرنې او همدردۍ مراتب څرګندوي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته