امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١٥ :
يوولس تنه وسله وال طالبان پرون له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: افغان امنيتي ځواکونو دننګرهار، لغمان ، زابل  ، پکتيکا ، ارزګان ، هرات او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتو کې يولړعمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول؛ يو مخالف ټپي او نوولس تنه نور وسله وال مخالفين  ونيول شول.
ددغوعملياتوپه بهيرکې درې سوه يوويشت کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي؛ يوې اندازې وسلو، مخابراتي وسايلو او جنګي وسايلو سره ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د وسايطو ضد شپږماينونه چې د ډار اچوونکو له خوا په دې وروستيو وختوکې  د نيمروز ، فارياب ، کندز او د کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و؛ دملي پوليسو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډ شول اوپه هيواد کې د څو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته