سیاست

جمهور ریېس غني د ازبکستان د صدر اعظم مرستیال او د مالیې وزیر سره وکتل

کابل باختر د مرغومې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر جمشید قوچقاروف سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور ریېس د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د موټر د سوځېدلو په پېښه کې يې د دغه هېواد یو شمېر وګړو ته پر اوښتې مرګ ژوبله د هغه هېواد دولت او خلکو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
د ازبکستان د مالیې وزیر د هېواد د جمهور ریېس د غمشریکۍ مننه وکړه او د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې یې جمهور ریېس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.
هغه د همکاریو د پراختیا په موخه  افغانستان ته د دغه هېواد د پلاوي سفر تاریخي وباله.
جمهور ریېس غني د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر ته وویل: ګران ورور د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایوف او د یاد هېواد رهبرۍ ته زما سلامونه او نېکې هیلې ورسوئ، ستاسو دا سفر به د توافقاتو د تعقیب او عملي کېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د مناسباتو په لا ټينګښت کې پام وړ مرسته وکړي. 
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان ته د خپل سفر موخه د هېواد د لوړ پوړو مقاماتو سره کتنه او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د زیاتو زمینو لټول وبلل او زیاته یې کړه، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د شویو موافقتنامو د تطبیق په موخه عملي ګامونه اخیستل شوي او موږ به کوښښ وکړو چې د ګډې همکارۍ زیاتې زمینې ولټوو.
هغه زیاته کړه، د ازبکستان او افغانستان رهبري د همکارۍ موافقتنامو تطبیق ته لازم تعهد لري او د دواړو هېوادونو د رهبرۍ په لارښوونو کاري ټیمونه د موافقتنامو د عملي کولو چارې ترسره کوي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر د زیربنایي پروژو په برخه کې د جمهور ریېس غني د کوښښونو او د هغه له پاملرنې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مزارشریف – هرات د اورګاډي کرښې د تمویل په اړه بحثونه روان دي او د اورګاډي د دغې کرښې د تطبیق په اړه چې سیمه ییزه پروژه ده ارزونې شوي او یاده پروژه به ۱۲۷ کیلومتره لنډه او ارزانه تطبیق شي.
هغه زیاته کړه، د مزارشریف – هرات اورګاډي کرښې پروژې د تمویل او تطبیق په اړه به مرکزي بانک او د اسیا زیربنایي پانګونې بانک بحث وکړي او تفاهم به ایجاد شي.
قوچقاروف د مزارشریف – هرات اورګاډي کرښې د ارزښت په اړه وویل، دا پروژه د افغانستان او ازبکستان او همدارنګه د سیمې هېوادونو لپاره ارزښتناکه ده.
هغه همدارنګه زیاته کړه، د سرخان – پلخمري له لارې د برېښنا انتقال په ګډه تعقیبېږي او عملي کار به یې ژر پیل شي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر وویل، افغانستان د اورګاډي کرښې له لارې د ازبکستان اندیجان مسیر څخه په درې ورځو کې چین ته رسېږي.
د هېواد جمهور ریېس د افغانستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پراختیا ته په خوشبینۍ څرګندولو سره د ژوند وضعیت د بدلون او د هوساینې د تامین لپاره د زیربنایي پروژو تطبیق موثر وباله. هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو  ټیمونه د ابوریحان البیروني او ګوهرشادبېګم د شخصیتونو په اړه د علمي کنفرانسونو جوړولو په اړه ګډ کار کوي. د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر څرګنده کړه، دوه اړخیزې خبرې به د توافقنامو د تطبیق بهیر پر چټکولو د پام وړ اغېز ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا یې د ښه راتلونکي لپاره ارزښتناکه وبلله.
پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته