ټولنه

د جوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمصنوعي القاح څانګه پرانستل شوه .

کابل باختر دمرغومي اوولسمه

 دجوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمصنوعي القاح دڅانګې نوى ودانۍ  نن پرانستل شوه .

  دجوزجان ولايت  دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير عبدالرشيد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ودانۍ  دکرنې او اوبو لګولو وزارت  له پرمختيايي بودجې  څخه  دپنځو مليونو اته اتيا  زرو افغانيو په لګښت  په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده  چې  اووه اداري خونې ،  دلابراتوار پنځه خونې ،  دڅارويو  دوښو دزيرمه کولو لپاره  يو کوچني ګوډام  او نور  ضروريات لري .

  ددغې ودانۍ  دپرانستلو په مراسمو کې  دجوزجان ولايت مرستيال او سرپرست   فقير محمد جوزجاني  او ددغه ولايت  ځينو چارواکو ګډون کړي  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته