نړۍ

دممبئى دبريدونو کليدي طراح ديو بل بريد دترسره کولو په لټه کې و.

نوي ډيلي باختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

دهند  دممبئى ښار د٢٠٠٨ کال د بريدو نو کليدي طراح چې اوس په هند کې بندى دى دوه کاله يې په سعودى عربستان کې ژوند کړى او ديوبل بريد دتر سره کولو په لټه کې وو

سيد ذبيح الدين انصاري چې دغه را ز دابوحمزه او ابو جندال په نومونو هم مشهور دي له سعودى عربستان څخه هندوستان ته دسفر په وخت کې دچنګاښ د مياشتې په لو مړي نيټه دنوى ډيلي په نړيوال هوا يي ډګر کې ونيول شو او پوليسو دهغه د نيولو خبر دروانې اوونۍ ددوشنبې په ورځ خپور کړ .

ددغه خبر خپرول دهند دممبئى ښار ددرې ورځنيو بريدو نو دمالى سرچينې په باب چې پکې يوسلو شپږ شپيته تنه ووژل شول له تحقيقا تو وروسته خپور شو .

انصاري په سعودى عربستان کې داستو ګنې په وخت کې ديوورته بريد لپاره دداوطلبو افرادو د استخدام په لټه کې وو خو ده نه دي ويلي چې دغه پلان شوى بريد په هند کې دهدفو نو لپاره واودوخت په باب يې هم څه نه دى ويلى.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې، انصاري دممبئي بريد په همغږي کې چې دطيبه د ترورستي لښکر دلسو تنو غړو له خوا تر سره شول په کراچي ښار کې د کنترول ديوې خونې څخه مرسته و کړه اودغه راز دوسله والو افرادو په روزنه يې لاس پورې کړى دى

انصاري د نيولو تروخته پورې په يو پاکستا ني پاسپورت سره په عربستان کې ژوند کړى دى.

په نوى ډيلي کې دسعودى عربستان سفارت په دې باب نظر نه دى څرګند  کړى .

هندى رسنيو ددغه هيواد د امنيتي خبرځايو نو له خو لې خبر ورکړ چې انصاري دتحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړى دى چې بريد کوونکى يې روزلى دي او هغوى ته يې هندي ژبه زده کړې ده اودبريد په بهير کې دتيلفون په واسطه له هغو سره خبرې کړي وې

ده وويل حافظ سعيد چې ددغه بريد اصلى مشکوک طراح او دلښکر طيبه دډلې بنسټ ايښود ونکى دى د بريد په وخت کې دکراچي په ښار کې دکنترول په اتاق کې وو.

واشنګټن دحافظ سعيد دنيولو په خاطر دمعلو ماتو د ورکولو لپاره لس مليو نه ډالره جايزه ټا کلې ده .

پاکستان دترو رستي ډلو څخه خپل ملا تړ ردوي اود انصاري دنيولو په باب هم نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته