امنیت

داشکمش ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .

کابل باختر د وږي ٦مه :
دتخار داشکمش  ولسوالۍ له يوې سختې  نښتې وروسته په پوځي عملياتو کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
  دغه ولسوالۍ  په وروستيو کې دطالبانو دشتون او فعاليت ډګر و.
  دهېواد په شمال کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په عملياتو کې داشکمش  ولسوالۍدوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او ډار اچوونکو ته دسرسخت زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې نه دى څرګند شوى .
هغه وويل چې دطالبانو له شتون څخه  داشکمش دپاکولو په عملياتو کې دطالبانو څو پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شول .
ويل کېږي په عملياتو کې پوځيانو او ملکي کسانو ته  زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته