فرهنګ

په هرات کې د ( جلوه رحمت ) تر عنوان لاندې دخطاطى نندارتون جوړ شو

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د نبي کريم ( ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د هرات د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د( جلوه رحمت) تر عنوان لاندې د ښکلي ليکنې نندارتون جوړکړ..
د هرات د خطاطانو د ټولنې مسوول ميرولي احمدصبوري د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه نندارتون چې د علامه صلاح الدين سلجوقي په سالون کې جوړ شوى دى په هغه کې د خطاطۍ ٤٥ اثار د دريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات پوهنتون د ښکلوهنرونو د پوهنځي رييس د خطاطانوټولنې د رسمي کېدو، دغې ټولنې ته د ځاى د ورکولو او په هېواد او بهر کې د نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه .
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني خطاطي يو لرغوني هنر وباله اوزياته يې کړه، د خطاطۍ هنر څه ناڅه پنځه پېړى تاريخي لرغونيتا لري.چې په هرات کې د سلجوقيانواو تيموريانو په دورو کې د ختيځ رنسانس په نامه ياد شوى دى اوله ځوانانو يې وغوښټل چې د دغه هنر د ژوندي ساتلو په خاطر د مشرانولاره تعقيب او وساتي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت تولو هنرونو ته چې د اسلامي فرهنګ پربنسټ وي په تېره بيا د خطاطۍ هنرته زيات ارزښت ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د دغه هنر د کارکوونکو ستونزې اوغوښتنې وليکلې او ويې ويل چې د ولايت اود اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د رهبري له لارې دغه ستونزې اوغوښتنې تعقيبوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته