امنیت

روزګان:استيناف څارنوالي ته نوی رېيس معرفي شو

-کابل باختر د سلواغې دمياشتې درې ويشتمه
د روزګان استيناف څارنوالي نوي ريېس سيد يحیی احمد يار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه،د روزګان والي محمد نذیر خروټي احمد یار څخه وغوښتل چې په دغه اداره کې د شفافیت تر څنګ خلکو ته پر وخت او ښه خدمتونه وړاندې کړي.
خروټي ومنله چي تر دې وړاندي د ځينو ستونزو،فشارونو او لږو امکاناتو له امله د فساد او اختلاس ځیني دوسيې په سمه توګه نه دي څیړل شوي، هغه پر خلکو غږ وکړ چي د فساد په مخنيوي کې فعاله ونډه واخلي او ولایتي مسولینو ته د فساد په اړه معلومات او سندونه وړاندې کړي.
سيد يحيی احمد يار ولايتی ادارې او د غونډې ګډونوالو ته د وينا پر مهال ډاډ ورکړچې دښه چوپړاوشفافيت لپاره به نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته