سیاست

د هرات خلکو د پاکستان وروستي تيري وغندل

 هرات ښار باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
د هرات خلکو د پاکستان وروستي تيري په کلکه وغندل او له وسله والو ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د هرات يو زيات شمېر اوسيدونکو نن په يوه غونډه کې د هرات والي او امنيتي مسوولينو ته د ګلانو د ګيډيو د ورکولو په ترڅ کې د ډار اچوونکو د ځپلو او د يرغلګرو د ماتي ورکولو په لاره کې د نظام د ساتوونکو رول وستايه.
د مدني فعالينو، ټولنيزو سازمانونو، سپين زيرو، ديني عالمانو، ځوانانو، ملي سوداګرو، ښځو او خبريالانو په ګډون په سلګونو تنو خلکو په پراخ ډول د ملي  وحدت د حکومت له برياليتوبونو سره خپل ملاتړ هم  اعلام کړ.
په  هغې غونډه کې چې له همدې امله دغازي امان الله خان په تالارکې جوړه شوې وه، د هرات والي محمدآصف رحيمي په هرات ولايت کې د بېلابېلو شخصيتونو د همکارۍ او ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: دغه ملاتړ او قدرداني د افغانستان د دښمنانو او نظام مخالفينو ته سخت ګوزار دى.
د هرات والي د ملي امنيتي او دفاعي وسله والو ځواکونو ترڅنګ د بېلابېلو مدني بنسټونو قوي شتون له هيلو ډک وباله او ويې ويل چې دغه شان حرکتونه د دولت او ملت ترمنځ د ملي روحيې د پياوړتيا سبب کيږي .
رحيمي په تيرو دووکلونوکې د ملي وحدت د حکومت برياليتوبونه ارزښتناک  وبلل او ټينګار يې وکړ چې دغه برياليتوبونه راتلوونکې ته د هيلې د زياتوالي سبب کيږي .
دغه جګپوړي دولتي مقام ټينګار وکړ چې اوس په هېوادکې په مستقيم ډول د بهرنيو هېوادونو او په تېره بيا د پاکستان له خوا تيرى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته