کابل/باختر/ د زمري ٢مه
په ننګرهارکې د ترافيکو يو پوليس د يرغلګرو په بريد کې شهيد شو.
دغه پېښه نن سهار په رڼا ورځ په جلال آباد ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د ترافيکو پر يوه پوليس ډزې وکړې.
د ننګرهار يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر په تېښتې بريالي شوي دي او د هغوى د نيولو لپاره هڅې دوام لري.
تر اوسه پورې د دغه ترور علت روښانه نه دى.
ختم-ج – اکرم
3 د یوې دقیقې څخه لږ