امنیت

يوويشت تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ٢٨ نيټه :
د ملي دفاع وزارت دهېواد په ځينو سيمو کې دامنيتي او دفاعي  ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې ديوويشتو تروريستانو دوژل کيدو خبر ورکړ.
باخترآژانس دملي دفاع وزارت  ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ .
دهېواد امنيتي اودفاعي ځواکونوپه تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې   چاڼيز عمليات  ترسره کړل چې په نتيجه کې يې دپنځو تنو داعشيانو په ګډون  ٢١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول  ، ديارلس تنه ټپيان  او درې تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه  عمليات چې  دننګرهار ، لغمان ، کونړ ، پکتيکا، قندهار ،روزګان ، زابل ، فراه ، فارياب ، تخار ، کندز ، نيمروز  او د هلمند په ولايتونو کې  دهېواد دتوپچي او هوايي ځواکونوپه  ملاتړ ترسره شول له امله يې  دپنځوتنو داعشيانو په ګډون  ٢١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول ،  ١٣ تنه ټپيان  او ٣ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه  راز په دغو عملياتو کې د دښمن يوه  اندازه سپکې او درندې وسلې ، موټرونه  او موټرسايکلونه  هم  له منځه   وړل شوي دي. پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته