امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳ ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر د تلې د مياشتې ۳نېټه: د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو ۱۸ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۷ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۳ هوایي بریدونه ترسره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۱۷پروازونه وکړل چې په پایله کې ۲۳تنه وسله وال ترهګر ووژل شول، ۱۶ تنه ټپیان او ۲ تنه نور ونیول شول. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عملیات د ننګرهار، کاپیسا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، کندز، بغلان، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول چې په پایله کې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپيان شوي دي. د غزني ولایت د اندړو او قره باغ په ولسوالیوکې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي دي او د خوست ولایت د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د BM1 یوه دستګاه له منځه وړل شوې ده . دغه راز د هوايي ځواکونو د ځپونکو ګزارونو په ترڅ کې د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې ۷تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان او د پکتیا ولایت د زرملې په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی .# پای – سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته