امنیت

١٦٩١٠ تنه بهرني پوځيان په افغانستان کې شتون لري . لوکزامبورک يواځې له دوو پوځيانوسره په افغانستان کې دغوڅ ماموريت غړى دى .

کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه : له بهرنيو هېوادونوڅخه شپاړلس زره نهه سوه لس تنه پوځيان په افغانستان کې شتون لري . دغوڅ ملاتړ دماموريت قوماندانۍ چې دافغان امنيتي ځواکونو دروزنې سلامشورې او مرستې مسووليت په غاړه لري دهغو امريکايي او دناتو دځواکونو دشمير په باره کې چې ددغه ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې شتون لري په رسمي ډول نوي اطلاعات اعلام کړل . دخپرې شوې وينا پربنسټ امريکا له اته زره څلور سوه پنځه اويا تنو پوځيانو او انګلستان له يوزرو سلو تنو پوځيانو سره ددغه ماموريت په چوکاټ کې زيات شمير پوځيان تر روزنې لاندې لري . له بلې خوا لوکزامبورک له دوو پوځيانو، ايسلند له دريو پوځيانو او اسلوني له اتو پوځيانو سره په دې ماموريت کې لږ شمير پوځيان لري . په خپاره شوي رپوټ کې دامريکايي ، ناتو او دهغو نورو هېوادونو دپوځيانو ټول شميرچې ددغه ماموريت په قالب کې په افغانستان کې شتون لري شپاړلس زره نهه سوه لس تنه اعلام شوي دي . ختم- ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته