کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه
دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ ته دسترپاسوال رتبه ورکړى شوه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دافغاسنتان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي داساسي قانون د٦٤ مادې له مخې او دپوليسو دذاتي چارو دقانون د ٤٣ مادې په پام کې نيولوسره په هيواد کې دقانون دواکمنۍ د ټينګښت او دځمکنۍ بشپړتيا ددفاع په لاره کې دغوره او ارزوښتناکو خدمتونو په درناوى دسترپاسوال رتبې ته دکورنيو چارو دوزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ ترفيع منظوره کړې ده .