امنیت

په پشتونکوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته دروند زيان واوښت.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد نبي الهام دباختر آژانس خبريال ته وويل :: وسله والو طالبانو دپشتونکوټ ولسوالۍ دجرقلعې ساحې په امنيتي پوستې بريد وکړل چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
الهام زياته کړه : ددغې نښتې په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول.
ددغې امنيتي پوستې مسوول محمد ظاهر وايي دوسله والو طالبانو د ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى . او د دوى مړي دسيمې دسپين ږيرو له خوا کورنيو ته يې سپارل شوي دي.
ويل کيږي دنښتو په بهير کې پنځه تنه پوليسان هم برسيرن ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته