امنیت

٥٠ تنه وسله وال طالبان دهيواد په ځينو سيمو کې ووژل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
دملي دفاع وزارت دهيواد په ځينو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ديرغليزو عملياتو په بهير کې د ٥٠ تنو ډار اچوونکو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو او دخلکو د سر او مال دساتنې په مقصد دپکتيا ، قندهار ،زابل ،هرات ،فراه ،تخار،بغلان،کندز،جوزجان او دهلمند د ولايتونو په يو شمير ولسواليو کې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د اوو تنو قوماندانانو په ګډون ٥٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په دغو ګډو عملياتو کې چې دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول دجوزجان ولايت دمرديانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دقارى نعقيب الله او شيخ په ګډون ١٧ تنه طالبان ووژل شول او ٨ تنه نوريې ټپيان شول، دکندز ولايت دامام صاحب او دخان آباد په ولسواليو کې ٧ تنه جګړه ماران ووژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شول او دبغلان ولايت د دهنه غوري او مرکزي بغلان په ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دهغوى يو قوماندان ټپي شو.
دغه راز دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دجنګل بند تيمور په سيمه کې د طالبانو دپنځو قوماندانانو په ګډون ١٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢ تنه نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې ددغو عملياتو په بهير کې چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو اته تنه منسوبين دهيواد په ځينو سيمو کې شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته