امنیت

کندزيانو تېره شپه آرامه تېره کړه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٥
د کندز خلکو تېره شپه په نسبي ډول آرامه تېره کړه.
د کندز يو شمېر اوسيدونکو له رسنيو سره په اړيکه کې وويل چې د کندز ښار تېره شپه په نسبي ډول آرام حالت درلود او نښته ونه شوه.
دوى وايي چې د دولتي ځواکونو ټانکونه يې ليدلي چې د خاک کني په تپه کې ځاى پرځاى شوي او يو شمېر طالبان د ښار له شمال او شمال ختيځ څخه د تيښتې په حال کې دي .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو د پلټنې عمليات چې په کورونوکې پټ شوي دي؛ هم پيل شوي او ټولې ساحې د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
ده زياته کړه: په هغو عملياتوکې چې د دوو ورځو په بهيرکې په کندز ښارکې ترسره شوي و؛ طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
ويل کيږي د کندز د ښار له پاکولو وروسته د طالبانو له شتون څخه به د کندز ولايت د بشپړ پاکولو په مقصد په ټولو سيموکې پراخ عمليات دوام وکړي .
له بله پلوه د کندز خلک ډيرې سختې ورځې تجربه کوي؛ په زرګونو کورنۍ له خپلوکورونوڅخه مهاجرې شوې او د تخار، بدخشان، بغلان، سمنګانو، بلخ او دکابل ولايتونو ته تللي دي.
کندزيان له دولت څخه غواړي چې د کندز ښار د بشپړ امنيت د تامينولو او له زيانمنو شويو کورنيو سره د عاجلو مرستو د ترسره کولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.
که چيرې په دې موسم کې چې هوا د سړيدو په حال کې ده؛ له خلکو او په تېره بيا له ماشومانو سره د خوراکي توکو او د تودو جامو مرسته ونه شي؛ ناتار به رامنځته شي او حالات به بحراني شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته