امنیت

يوه زياته اندازه نشه يي توکي په هرات کې کشف شول

  هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
د هرات ولايت پوليسو د هرات – اسلام قلعه په لويه لاره کې د ٧٥ کيلوګرامو نشه يي توکو د کشفولو خبر ورکړ.
پنځه اويا کيلوګرامه اپين ډوله نشه يي توکي چې په يوه سراچه ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړى شوي وو، د لويې لارې د ساتنې د کنډک د قوماندانۍ د پوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه توکي د اسلام قلعه د لويې لارې د ساتنې د ټولي د پوليسو د ګزمې له خوا وپيژندل شول او له پلټنې وروسته ٧٥ کيلو ګرامه اپين ډوله نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو پراخې څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته