اسلام آباد ايرنا باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
د پاکستان حکومت له هندوستان څخه داټومي وسلو دآزمايښتونو دبندولو ددوه اړخيز تړون دلاسليک کولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د يوې وينا په صادرولو سره اعلام وکړ چې اسلام آباد په ١٩٩٨ ميلادي کال کې هم غوښتنه کړې وه چې هند اوپاکستان په يو وخت کې د اټومي آزمايښتونو د بندولو له تړون سره يوځاى شي، خو هندوستان د پاکستان دغې غوښتنې ته مناسب ځواب ور نکړ .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې وينا کې ويلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ ددغه شان دوه اړخيز موافقه ليک دلاسليک کيدو په صورت کې به له اټومي تامينوونکې ډلې سره د دغو دواړو هېوادونو د غړيتوب تګلورى هم آوار شي.
هند اوپاکستان د اټومي وسلو د خپرولو د بندولو تړون نه دى لاسليک کړى. خو بيا هم د اټومي تامينوونکو په ډله کې د غړيتوب غوښتوونکي دي.
هند او پاکستان په جنوبي آسيا کې د اټومي وسلو لرونکي يوازينى دوه هېوادونه دي.
2 1 دقیقه لوستل