امنیت

په فارياب کې دچاودنې له امله اتلس تنه ټپيان او يو تن شهيد شو

 کابل باخترد تلې دمياشتې   ٣:
په فارياب ولايت کې دبم دچاودنې له امله  يو ملکي وګړى شهيد او اتلس تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې  په يوولسو بجو اولسو دقيقو دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار  په ميسره  څلور لاري کې شوې ده .
ويل کيږي چې بم په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوى وو او دګڼ شميرلاوريانو ترمنځ  چاودلى دى .
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې  يوملکي وګړى شهيداو اتلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل  او ويې ويل  چې ددغې پيښې  دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره  دپلټنې عمليات پيل شوي دي.
په همدې حال کې  دفارياب ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالعلي حليم ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب  وباله .
ددغې  چاودنې په  ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي .
په افغانستان کې  وسله وال طالبان  زياتره په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې  دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام  چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته