امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې وسلې او ګولۍ ترلاسه کړې

کابل/د تلې ۲۱ مه/ باختر
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په دورخي سیمه کې دوې سپکې وسلې او ۱۶۰ګولۍ ترلاسه شوې دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې، افغان ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې دوې سپکې وسلې او، ۱۶۰ ګولۍ او دوه شاژورونه ترلاسه شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته