روغتیا

دعلي آباد روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب وکړ.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
دعلي آباد دتخصصي روغتون ډاکترانو نن دوسله والو کسانو له خوا د روغتون دکارګرانو دوهلو ډبولو په اړوند کارى اعتصاب وکړ.
ددغه روغتون نوکريوال ډاکترانو باختر اژانس ته وويل: تيره شپه دوو تنو وسله والو کسانو چې غوښتل په زور سره ددغه روغتون عاجلې څانګې ته ننوځي دموظف کارګر له خوا يې مخه ونيول شوه او هغوى دغه کارګر سخت وواهه او ټپي يې کړ .
ددغه روغتون موظف پروفيسر نجيب الله امر خيل باختر آژانس ته وويل ددغو دوو وسله والو کسانو له خوا له قانون څخه دسرغړونې په اړوند دعلي آباد د روغتون ډاکترانو او نورو کارکوونکو کاري اعتصاب کړى دى ، چې هغوى عاجلې پيښې ترسره کوي .
پروفيسر آمر خيل زياته کړه : روغتون دناروغانو د درملنې ځاى دى او هيڅوک په هر مقام کې چې وي داحق نه لري چې د روغتون کارکوونکي وځوروي او ويې وهي.
ده له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې موضوع په هر اړخيز ډول وڅيړي او وسله وال يرغلګر بايد په جدي توګه مجازات شي چې دغه شان کسانو ته عبرت شي.
خو دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي پيښو څيړنو رييس فريدون عبيدي وويل: د پيښې په اړوند يو تن دپوليسو له خوا نيول شوى ،خو وايي چې د روغتون له موظف کارګر سره يوازي ناندرې وهلې شوي دي او وهل شوى نه دى.
ده زياته کړه : ناروغ لرونکى سړى هم دهغوى ناروغ ته د بې پروايي له امله د روغتون ډاکترانو دچلند څخه شکايت لري عبيدي څرګنده کړه : موضوع تر زياتو څيړنو لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته