خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د بشرد حقوقو خپلواک کمېسيون ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

کابل \ د غویي١٨مه \ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر او د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون کميشنر حميدالله مشکور نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د بشرد حقوقو خپلواک کمېسیون ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسلیک کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د دې تفاهم ليک هدف انساني کرامت او د بشري حقوقو د درناوي کچې لوړول او د بشري حقوقو د ارزښتونو د خپرولو او ترویج له لارې دهېواد په کچه د یوه با امنه ټولنې جوړول دي.
د دغه تفاهم ليک د لاسليک په مراسمو کې محمد طاهر زهير وويل؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو په ترسره کولو سره د فرهنګ او خپرونو برخو پورې اړوند پر حقوقي مسايل هم خبري کوي او د خپرونکو ، ليکوالو، اطلاعاتو ته دلاسرۍ او د بيان د ازادۍ د حق دفاع کوي.
هغه زیاته کړه ، په ټولیز ډول ، ټول حقونه په ګوته کوي چې موږ په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان د بشري حقوقو مدافع یو، او د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون هم د افغانستان د خلکو د حقوقو دفاع کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: څومره به غوره وي چې د یو ځانګړي جوړښت په چوکاټ او د یو ځانګړي تفاهم ليک په چوکاټ کې دننه دغه اشتراکات منسجم کړو.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د دغه تفاهم ليک د ټولو موادو په تطبيق ژمن دى.
وروسته د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون کمیشنر حمیدالله مشکور د دغه تفاهم ليک لاسلیک کول ارزښتناک ګام وباله او څرګنده يې کړه چې دولتونه د اساسي او نړيوالو قوانينو پراساس د بشري حقوقو د ارزښتونو پر رعايتولو ژمن دى.
هغه زیاته کړه حکومتونه درې عمده مسوولیتونه لري چې په هغې کې د بشري حقوقو د ارزښتونو رعايتول، د بشري حقوقو ارزښتونو ته درناوی او د هغو د تطبيق لپاره د زمينې برابرول دي.
د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د بشري حقوقو خپلواک کميشنر د همکاریو تفاهم ليک لاسلیک کړ.
پاى \ع \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته