ټولنه

په تخار کې په ترافيکي پيښه کې پنځه تنه ووژل شول.

کابل /باختر / دلړم  ١١مه :
دتخار په کلفګان  ولسوالۍ کې د  ٤٠٤  مسافروړونکي  موټر دچپه کېدو له امله پنځه تنه ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول .
دبدخشان دوالي ويانداحمدجواد هجري باختراژانس ته وويل: دغه مسافر وړونکي بـس چې دبدخشان له مرکز فيض اباد ښار څخه دتخار په لور روان و دتخار دکلفګان  ولسوالۍ دباغ ذخيره  په سيمه کې  له واټ څخه ووت اوچپه شو چې له امله يې  دښځو اوماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول
هغه وويل چې دلوى لارې دترافيکو مسوولانو دپېښې  سيمې ته رسېدلي دي او دپېښې  په څېړنې بوخت دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته