ښوونه او روزنه

دپوهنې دوزير پيغام .

کابل باختر دوږي اتلسمه :
دپوهنې وزير  فاروق وردګ  دليک لوست دزده کړې  دنړيوالې ورځې په مناسبت په يو پيغام کې طرحه کړې ده چې په هيواد کې له ليک لوست  څخه دبې برخې کسانو شمير له دولسو مليونو  تنو څخه  اوو مليونو تنو ته  ټيټ شوى دى .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دپوهنې وزير  دليک لوست دزده کړې  دنړيوالې ورځې په مناسبت  په خپل پيغام کې  طرحه کړې ده  چې دولس کاله مخکې  زموږ دهيواد  دولس مليونه  تنه وګړي  دليک لوست  له نعمت سره  بې برخې و ، او په  ١٣٩٣ کال کې  دغه شمير  اووه مليونو تنو ته  ټيټ شوى دى .  خو ده دغه راز وويل  لاتراوسه پورې هم ددغو برياليتوبونو په پام کې نيولو سره پوهنه  دهيوادوالو ، دزده کوونکو دمشرانو ، اړوندو لورو او دنړيوالو دوستانو او همکارانو مرستې  ته  اړتيا لري .
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي بې سوادي  يوداسې ستونزه ده چې  ټولنه  دتمدن له کاروان څخه  په شاتمبوي  اوله ډول ډول ستونزو سره  لاس اوګريوان کوي له دې امله  دبې سوادۍ له منځه وړل  دنړيوالې ټولنې  دټولو  افرادو هراړخيزو او ګډو هلوځلو او همکاريو ته  اړتيا لري . او داسلام دمبين دين له لارښوونې سره سم دبې سوادۍ پرخلاف مبارزه او دعلم او پوهې  زده کړه يوه الهي فريضه  ، دټولنې ستره اړتيا  او رسالت دى  چې هر افغان  بايد  دهغو دترلاسه کولو په لاره کې  اوچت  او کلک ګامونه واخلي . 
دپوهنې وزارت وکولي شول  چې  له ١٣٨١ کال راپديخوا  کال په کال زموږ څه ناڅه نيم مليون تنوهيوادوالو ته  دسواددزده کړې خدمتونه برابر کړي . او په هغو دولسو کلونوکې  چې تيرشول  زموږ  څلور اعشاريه پنځه مليونه تنه  هيوادوال يې  دليک لوست  له نعمت څخه برخمن کړي دي .
  همدااوس ( ١٣٩٣) ټولټال اووه سوه شپږ نوي  زره تنه  زده کوونکي  په يوديرش زره  اته سوه څلويښتو کورسونو  او دحياتي ليک لوست په اته اويا ښوونځيو کې دحياتي سواد په زده کړه بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته