امنیت

پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
امنيتي ځواکونو د خپلو جلاجلا امنيتي فعاليتونوپه بهيرکې چې په تيرو دوو ورځو کې د هېواد په څو ولايتونوکې ترسره شول؛ ٥٠ تنه وسله وال طالبان ووژل  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د باخترآژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو  د ارزګان، ننګرهار، زابل ، خوست ، قندهار ، غزني  ، جوزجان ،  لغمان ، پکتيکا  او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يولړ امنيتي فعاليتونه  ترسره کړل چې  له امله يې ٥٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٣٢ تنه ټپيان او ١٦ تنه نور يې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې ١٨ کلاشينکوفونه ، درې توغندي ويشتوونکي، يوه داشکه   اويوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته