سیاستخبرونهTOP

په اسلام کې مسوولیت او مشرتوب د چا حق نه، بلکې د خدای امانت دی

کابل / د وږي ۱۸ مه / باختر
د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني وايي چې په اسلام کې مسوولیت او مشرتوب د چا حق نه، بلکې د خدای تعالی امانت دی چې اهل خلکو ته سپارل کېږي.
دغه څرګندونې نن د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني په خپلې معرفت غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بریا او د تېري پای ته رسېدو مبارکي ټول مسلمان امت ته ورکړه او شهیدانو روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل.
حقاني زیاته کړه: د اسلامي امارت مجاهدینو د اسلامي نظام قایمېدلو لپاره قرباني ورکړه او په پایله کې په دې بریالي شول چې بریا ته ورسېږي؛ خو اوس اړینه ده چې د خدای تعالی شکر ادا کړو او پر هغه لاره لاړ شو چې خدای يې امر کړی دی.
ملا سراج الدین حقاني وايي چې مسوولیت او مشرتوب د چا حق نه، بلکې د خدای تعالی امانت دی چې اهل خلکو ته سپارل کېږي.
هغه پر افغانانو غږ وکړ چې د دغه ستر مسوولیت په ترسره کولو کې ورسره د جهاد د سختو ورځو په څېر همکاري وکړي.
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي اصولو او ملي عنعناتو په رڼا کې له سیمې او ګاونډیانو سره ښې اړیکې پالل غواړو؛ د چا په چارو کې مداخله نه کوو؛ خو له دوی هم غواړو چې زموږ په چارو کې مداخله ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره د ولس د هوسا ژوند، امنیت او پرمختګ لپاره لاس په کار شي، په وینا یې دغه نظام د ولس دی او له ولس مو هم هیله ده چې زموږ سره همکاري وکړي.
هغه د اسلامي امارت پر مجاهدینو غږ وکړ چې د خپلو مشرانو اطاعت او له ځورېدلي ولس سره ښه سلوک وکړي، ځکه چې دوی د ولس خادمان دي، نه حاکمان.
حقاني وویل: هر هغه څوک چې د اسلامي امارت په آډانه کې له خلکو سره ناوړه چلند کوي دا یې شخصي تېروتنه ده، ولس کولای شي چې په رسمي ادارو کې ترې شکایت وکړي چې د شریعت په رڼا کې جزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت کابینه اعلان کړه او سملاسي یې د وزیرانو د معرفت بهیر پیل کړ چې یو شمېر وزارتونو ته وزیران ورمعرفي شوي او د یو شمېر نورو د معرفت لړۍ دوام لري.
ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا