ورزش

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم د المان د بايرن مونيخ د ټيم په وړاندې په سختې ماتې  خوړلو سره د اروپا د اتلانو ليک له سياليو څخه حذف شو .
بارسلونا دغه لوبه د دوو په وړاندې په اتو سره بايرن مونيخ ته بايلوده .
د لوبې له پيل څخه تر پاى پورې د بايرن مونيخ لوبغاړو يرغليز حالت درلود او د دغه ټيم ستورو له شپږو لورو د بارسلونا  په دروازې فشار  راوړل  .د بايرن مونيخ  د فوټبال ټيم په ښکلي او يرغليزې لوبې سره لوبه د دوو په وړاندې په اتو سره وګټله .
په دې لوبه کې توماس مولر او فيليپوکوتنيو د دوه ځلې اورابرت لواندوفسکي پرسيچ، ګنبرى اوګميچ د بارسلونا  لپاره يو يوګول وواهه .
بارسلونا په دې ماتې سره د دغو سياليو له دوام څخه حذف شو د دوو په مقابل کې په اتو سره د بارسلونا له ماتې وروسته د بارسلونا دکلپ مشران به د لوبغاړو اوفني کادر ترمنځ په بدلونونولاس پورې کړي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته