خبرونهروغتیا

په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق لپاره هڅې روانې دي

 کابل/ د وري٢ مه / باختر

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)  د واکسین برخې مسوول وايي چې دغه اداره په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د پراخ تطبیق غوښتونکې ده.

د یونیسف د ماشومانو د واکسین څانګې مسوول سټیفن د افغانستان ختیځ  ننګرهار    ته په  سفر کې وویل چې هغه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په ګډه کار کوي چې د پولیو پر وړاندې د پنځو کلونو څخه کم عمره پر ټولو ماشومانو  واکسین تطبیق شي.

د ننګرهار والي ملامحمد نعيم آخند له سټيفن سره په کتنه کې وويل چې د امنيت په ټينګښت سره اوس په  افغانستان کې  د پوليو واکسين  د بشپړ تطبيق لپاره  ښه زمينه  برابره شوې ده.

سټيفن وويل چې ننګرهار ته يې د سفر موخه د پوليو د سراسري واکسين د تطبيق د لارو چارو څېړل دي.

د یاد واکسین له څو پړاوونو سربېره سږ کال په افغانستان کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې چې همدې پېښو اندېښنې را پارولې دي.

پولیو یوه وژونکې ناروغي ده چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو  ژوند ګواښي او د دایمي فلج لامل ګرځي. د دې ناروغۍ یواځېنۍ لاره د واکسین تطبیق دی.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې تراوسه نه دي بريالي شوي  چې د پولیو ناروغي له منځه يوسي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته