نړۍ

محمد مرسي ترکيې ته دپناه غوښتنې وړانديز ونه مانه .

استانبول باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
دمصر مخلوع جمهور رييس محمد مرسي ترکيې ته دپناه غوښتنې او تابعيت وړانديز نه دى منلى .
دايران دولتي خبري اژانس نن دترکيې دانسون خبر دخبري سايت له خولې وليکل چې دترکيې دبشر دوستانه مرستو د بنسټ رييس بلند يلدرين دغه ټکى  خبريالانو ته څرګند کړى دى .
بلند يلدرين زياته کړه چې محمد مرسي  دمصر ملت او خپلو بندي ملاتړو ته دوفادارۍ په لاره کې ترکيې ته دپناه غوښتنې وړانديز ونه مانه .
يلدرين تينګار وکړ چې دمحمد مرسي داعدام دحکم داجراکيدو په صورت کې  به په زرګونو نور مرسيان دمصر سياسي ډګر ته ورودانګي .
دهمدې خبر له مخې دترکيې  دبشر دوستانه مرستو دبنسټ په سلګونو تنو ملاتړو پرون مازيګر دترکيې په استانبول  ښار کې مصر دقونسلګري  په وړاندې دمصر له مخلوع  جمهور رييس محمد مرسي سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ددغه هيواد داوسني جمهور رييس جنرال عبدالفتاح السيسي  ددولت پرخلاف يې شعارونه ورکړل .
دمصر  جنايي محکمې تيره اوونۍ په  دوو جلا جلا حکمونو کې دمحمد مرسي په دوو دوسيو کې پنځه ويشت کاله بنداوداعدام  حکمونه  صادر کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته