امنیت

دوه تنه په فارياب کې وتښتول شول .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
انسان تښتوونکو دوه تنه دفارياب ولايت له دوو سيموڅخه وتښتول . 
دميمنې ښار ددويمې امنيتي حوزې  امر نظر محمد دباختراژانس خبريال ته وويل: ناپيژاندو وسله والو کسانو دميمنې ښار د نذير اباد دمنځني ښوونځي دنهم ټولګي پنځلس   کلن زده کوونکي پرون مازيګر وتښتاوه .
عيني شاهدان وايي چې دغه هلک ديو رنجر موټر په واسطه وتښتول شواوپه بله پيښه کې يو بل ځوان هلک دميمنې ښار په څلورمه ناحيه کې دشپې په يوه بجه دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو .
خبر ځاى  وويل: پوليسو  دتښتول شويو کسانو دژغورنې په موخه  يوه اړونده پلټنې عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته