امنیت

طالبانو ٣ ملکي کسان په غزني کې شهيدان کړل

کابل/ د تلې١٠مه / باختر:
وسله والو طالبانو ٣ ملګي وګړي په غزني کې شهيدان کړل.
دغزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختراژانس خبريال ته وويل ؛ چې وسله والو
طالبانو دجغتو ولسوالۍ په قياق دره کې پرون د دغو کسانو دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې چې په پايله کې د يو ماشوم په ګډون درې کسان شهيدان شول.
نوري زياته کړه : د وسله والوطالبانو په دې بريد کې د پوليسو د دوو سرتيرو په ګډون  ٦ تنه نور ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ طالبان په قصدي ډول دمسافرانو دسپرليو په موټرونو بريدونه کوي.
دغزني دولايتي روغتون رييس ډاکتربازمحمدهمت  وايي چې د٣ ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته