فرهنګ

غزنى زياتو همکاريو ته اړتيا لري

کابل باختر دکب شپږمه :
د غزني ښار د ديوالونو د ترميمولو د پروژې دکار دڅيړنې په مقصد تېرماښام د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په کابل کې د آلمان د سفارت له خوا يوه ګډه غونډه جوړه شوه.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: ددغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دغزني ښار د ديوالونو د ترميمولو په لاره کې چې د اسلامي نړۍ د ثقافت او تمدن د مرکز يوه کليدي پروژه ده؛ د آلمان د فدرالي جمهوريت د مرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې له دريو کلونو راپديخوا د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د آلمان په مرسته او همکاري د دغې پروژې په مهمو برخو چې له خطر سره مخامخې وې؛  کار پيل کړى دى چې تراوسه پورې زياته برخه يې ترسره شوې ده.
ډاکتر رهين زياته کړه: هيله لرم چې د غزني ښار د ديوالونو او په تېره بيادهغه دتاريخي آبداتو دساحو  د ترميمولو دپاتې کار لپاره د دغې پروژې دکار له دوام سره ستاسو ملاتړ له ځان سره ولرم .
په دې غونډه کې په کابل کې د آلمان سفير، افغانستان د تاريخي آبداتو له پلوه يو بډاى هيواد وباله او زياته يې کړه: زه يوځل بيا دافغانستان په ټولوبرخوکې په تېره بيادغزني ښار د تاريخي آبداتو د ترميمولو په لاره کې د خپل هيواد د مرستو او همکاريو ژمنه کوم چې دغه مرستې به په راتلوونکي کې هم  دافغانستان له خلکو سره دوام ولري .
  په دې غونډه کې عبدالله احمدزي د غزني د والي په استازيتوب وويل: دغزني ښار ديوالونه چې نږدې دوه زره متره مربع کيږي؛ له څلورو لورو څخه درې لوري يې تر ترميم لاندې دي، خو په بل لورى کار نه دى پيل شوى او هيله ده چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له آلمان سره په همکارۍ کې د دغې پروژې کار ته دوام ورکړي .
دغزني ښار ديوالونه چې ډير ارزښتناک بنسټونه دي او زياته لرغونتيا لري؛ په تيرو کلونوکې دطبيعي پيښو له امله زياتې برخې يې نړيدلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته